All vacancies
Full timeOn-sitePermanentNEW

د انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامې استاد

الفلاح پوهنتون · Nangarhar - Jalalabad

Reference: AU-HRM/164

Salary

دالفلاح پوهنتون د ماستري برنامې استادانو د معاشونو د لايحې مطابق

Experience

د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري

Vacancies

4 vacancies

Closes

15 October 2026

About this role

About the Companyد الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنهالفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدووروسته په۲۰۱۱ميلادي کال کې د ننګرهار ولايتپهمرکزجلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره،پرمختللواو معیاري لوړوزده کړووړاندې کولو په موخه تاسیس شوالفلاحد بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال دانجینري،کمپیوټرساینساقتصاد، شرعيات، ژورناليزماوحقوق او سياسي علوموپوهنځي لري چېپه یادو پوهنځيو کېنږدې دوه نیم زرهمحصليند ماسټرۍ او لېسانس په کچهپه لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې دماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربودايمي استادانو له خوا ترسره کېږي ديادوپوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه لهمعاصروتدريسيمېتودونوڅخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍنويواو عصري علميتجاربوڅخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخهګټه پورته کړيد بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲)نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی، او د نورو علمي برنامو د ایجاد په حال کې دي.Job Summaryد انجنیري پوهنځي د ماسټرۍ برنامه د استاد اساسي دنده د خپل تخصص اړوند مضامینو تدریس، محصلینو ته علمي، څېړنیزې او مسلکي لارښوونې، او د تیزس د علمي لارښوونې، ارزونې او اړینو سپارښتنو وړاندې کول دي.د دې ترڅنګ، د انجنیري علومو په اړوندو برخو کې د معیاري او علمي څېړنو ترسره کول، د علمي مقالو لیکل او په معتبرو علمي ژورنالونو کې یې نشرول، په علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې فعال ګډون، د تحصیلي نصاب په مهالنۍ او غني کولو کې ونډه اخیستل، او د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او مسلکي اهدافو د تحقق لپاره همکاري د استاد له اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.استاد مکلف دی چې د معاصرو تدریسي میتودونو، علمي او څېړنیزو منابعو او نوې ټکنالوژۍ له مؤثرې کارونې څخه په استفادې سره د تدریس کیفیت لوړ، د محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت پیاوړی او د ماسټرۍ برنامې د علمي معیارونو په ارتقا کې اغېزمن رول ولوبوي.د استاد اساسيمسؤلیتونه1.د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینواړوند د پوهنتون د ټاکلي فارمېټ سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د پوهنځي د ریاست او کرېکولم کمېټې څخه یې تاییدول.2.د پوهنځي لخوا ترتيباو تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش له مخې د خپل تخصص اومسلک اړوند مضامينو تدريسول.3.د خپلو تدریسي مضامینو اړوند معیاري درسيمواد(لکچر، کتاب، پرزېنټېشن)چمتو کول، او د سمستر په پېل کې یې کاپي محصلینو ته ورکول.4.د ماسټرۍ پروګرام د محصلینو د علمي لارښوونې او مشورې په برخه کې د اړوند دیپارتمنت لخوا سپارل شوي مسؤلیتونه په منظم او مسؤلانه ډول ترسره کول.5.د ماسټرۍ پروګرام محصلینو ته د څېړنې، علمي لیکنې، تخنیکي مطالعاتو او مسلکي پرمختګ په برخو کې علمي لارښوونۍاو مشورېورکول.6.د ماسټرۍ محصلینو د تیزس د لارښوونې په برخه کې د ټاکل شوي مهالویش مطابق لازمې علمي لارښوونې وړاندې کول، د څېړنیزو طرحو او پای‌لیکونو ارزونه او د اړینو اصلاحاتو وړاندیز کول.7.د محصلينو د پايليکونو په دفاع ګانو، مناقشو کې ګډول کول ،د خپلې برخې اړوند کارونه تر سره کول.8.د نوې ټکنالوژۍاووسایلولکه ایل سی ډي، انټرنټ نه په استفادي محصلینورته مضامین په مؤثره توګه تدریسول.9.په تدریسي چارو کې د(OBE) او (SCL)او نورو معاصرو تدریسي میتودونو څخه استفاده کول.10.محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته یې محصلانو ته په اړه رسماُ فیډبیک ورکول11.د اړوند پوهنځي ریاست د څېړنیزو فعالیتونو د پلان پر اساس خپل اړوند څېړنیز فعالیتونه پخپل وخت او دقیق ډول ترسره کول.12.د انجنیري اړوندو علمي، تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه څېړنې ترسره کول، علمي مقالې لیکلپه معتبروعلمي مجلوکې نشرول او علميکنفرانسونوکېیېوړاندېکول.13.د ماستري برنامې د بورد او یا د فوق لسانسپه یوه کمېټه کې د غړي په توګه دنده ترسره کول.14.د سمستر په جریان کې د خپلو تدریسي مضامینواړوند په مهمو علمي موضوعاتو محصلینو ته سمینارونه وړاندې کول.15.د هر سمستر د ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو پوښتنې د لوړو زده کړو وزارتداصولوسره سم ترتیبولاو په ټاکلي وخت یېماستري برنامې آمر ته سپارل.16.د الفلاح پوهنتون د ادارې د اړتیا او غوښتنې په صورت کې له صنعتي، سوداګریزو، تخنیکي او نورو اړوندو ادارو سره د علمي او مسلکي همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په برخه کې همکاري کول.17.د الفلاح پوهنتون ادارې لخوا د نورو رسمي کارونو په لړ کې سپارل شوې دندې په مسوولانه توګه ترسره کول.Job Requirementsوړتياوې:·د انجنیري پوهنځي د ساختماني انجنیري مدیریت(Construction Engineering Management)او ساختماني انجنیري - سټرکچر(Structural Engineering)په برخه کې د دوکتورا یا ماستري ترکچی د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي تحصیلي اسناد ولري·خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي او د انسجام او اکادیمیک چارو ریاست اړوند مکتوب یې هم ورسره ضمیمه وي·په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې لږ تر لږه دوه علمي مقالينشر شوي ويکاري تجربه:·د ماسټرۍ کاندید باید د ماسټرۍ تحصیلي سند له ترلاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۸ (اته) کاله په علمي برنامو کې د تدریس عملي تجربه ولري.فني مهارتونه:·د کمپیوټر په (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل·په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول·په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل·د انجنیري اړوند سافټویرونو سره بلدتیا لرل·د کاري ژمنتیا، د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور·په انفرادي توګه او په ټیم کې د اغیزناکه کار کولو وړتیا درلودل·د نورو همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل.·د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنېRequirementsEducation: Ph.D. or Master’s Degree in Construction Engineering Management or Structural Engineering

How to apply

Submission Guidelineپه شرايطو برابر وړکاندیدان کولای شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک او اړوندو اسنادو سره یوځای دروان2026میلادي کال د اکتوبر میاشتې تر17مې نېټې پورې ، د لاندې بریښنا لیک له لارې د الفلاح پوهنتون د بشري سرچينو آمريت ته واستوي[email protected]نوټ:لطفاً د خپل برېښنالیک د موضوع(Subject Line)په برخه کې د دندې عنوان او د اعلان شمېره(Vacancy No.)په واضح ډول ذکر کړئ.

Send to [email protected] and quote reference AU-HRM/164.